حیات: د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره به نوی ګارنېزیون جوړ شي

د کندهار نوی والي حیات‌الله حیات

د کندهار نوی والي وايي چې د ښار د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره به نوی ګارنېزیون جوړ شي.

والي حیات‌الله حیات نن د مارچ په ۲۷مه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې په ښاري ګارنېزیون کې به پولیس، ملي امنیت او اردو برخه لري.

حیات وویل، د غیر مسؤله کسانو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره به د ښار په څلورو دروازو کې د ملي اردو، ملي امنیت او پولیسو ځانګړې پوستې واچوي.

په کندهار ښار کې د پېژندل شویو قومي او سیاسي مشرانو د عمدي قتلونو روانې لړۍ خلک اندېښمن کړي دي.

د حمل په درېیمه نېټه د ښار په مسلم چوک کې په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو پخوانی وکیل، عبیدالله بارکزی ووژل شو.

د کندهار ښار امنیتي چارواکو وویل چې حمله کوونکي وتښتېدل.

کومې وسله‌والې ډلې د حملې مسؤلیت نه‌دی اخیستی.