د روسیې د څېړنو کمېټه وايي، د یو پخواني وزیر خلافیې د مالي درغلۍ په تور جنايي قضیه پیل کړې ده.
میخائیل ابیزوف په سایبریا کې د انرژۍ د یو عرضه کوونکي شرکت څخه د ۶۲ میلیونه ډالرو په اختلاس تورن شوی دی.
د روسیې د څېړنو کمېټې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۶» وویل، ابيزوف د فدرالي امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوی دی.
د تحقیق کوونکو په باور، دې پخواني وزیر پنځه شریکان هم درلودل چې پیسېیې پټولې او هغهیې له روسیې څخه بهر ته استولې.
د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف ویلي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د میخائیل ابیزوف په اړه د نوموړي تر نیول کېدو مخکې راپور تر لاسه کړی و.
ابیزوف ۴۶ کلن دی او د ۲۰۱۲ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۸ میلادي کال پورې د روسیې د کابینې غړی و.
نوموړي د معلوماتي ټکنالوژۍ د پرمختګونو او په حکومتي کارونو کې د شفافیت د هڅو څارنه کوله.