امریکا په ۲۵ کسانو او بنسټونو بندیزونه لګولي دي

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچین

د امریکا متحده ایالاتو په ۲۵ کسانو او بنسټونو، د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک ته تر یو میلیارد څخه د زیاتو ډالرو د انتقال په خاطر بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د خزانې وزارت د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۴» په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا تازه بندیزونه، پر هغو نسبتاً مخکښو شرکتونو لګېدلي چې له سپاه پاسداران، د ایران د دفاع وزارت او د دې هېواد له وسله‌والو ځواکونو سره په ایران کې دننه، متحده عربي اماراتو او ترکیه سره په ارتباط کې وو.

د بندیزونو په لېست کې د څو بانکونو او مالي بنسټونو لکه انصار بانک، اطلس صرافي او د ایرانیانو د اطلس شرکت په څېر نومونه لیدل کېږي.

د امریکا د خزانې وزارت په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، په متحده عربي اماراتو کې له څو شرکتونو څخه د پیسو د ورکړې او د وسایلو د انتقال په برخه کې ګټه اخیستل شوې ده.

په خبرپاڼه کې د امریکا د خزانې د وزیر سټیفن منوچین له خولې ویل شوي، دوی په ایران، ترکیه او متحده عربي اماراتو کې د شرکتونو او افرادو یوه داسې پراخه شبکه رامنځ‌ته کړې وه چې د ایران حکومت ترې تر یو میلیارد ډالرو د زیاتو نغدو پیسو انتقال کې ګټه اخیسته.

وروسته له هغې چې امریکا له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړون ووت، پر ایران‌یې بندیزونه زیات کړي چې پر دې هېواد یې سخت اقتصادي فشار راوستی دی.