په ایران کې د سختو بارانونو او سېلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۲ ته رسېدلی دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۶» وویل چې د سېلابونو له کبله د راټولو شویو اوبو تخلیه او سېلابځپلو ته ځان رسول د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.
ښاغلي روحاني زیاته کړه:
"زه له پوځ او سپاه پاسداران څخه غواړم چې د اوبو د تخلیې او انجنیرۍ په برخه کې کار وکړي. پوځ او سپاه پاسداران په دواړو برخو، انجنیرۍ او د اوبو د تشولو په برخو کې ښه وړتیا او امکانات لري. البته نورې ادارې هم باید خپل امکانات پهدې برخه کې وکاروي."
د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې سېلابونو ډېره مرګ ژوبله په شېراز، ګلستان، مازندران او شمالي خراسان کې خلکو ته اړولې ده.
د هوا پېژندنې ادارو وړاندوینه کړې چې په تهران او ځینو نورو سیمو کې به چهارشنبې هم هوا باراني وي او ان د ځمکې د ښویېدنې خبرداری هم ورکړل شوی دی.