زلمی خلیل‌زاد یو ځل بیا د سیمې په سفر وتلی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد یو ځل بیا د سیمې په سفر وتلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، زلمی خلیل‌زاد به د دې سفر په ترڅ کې افغانستان، بریتانیا، بلجیم، پاکستان، ازبکستان، اردن او قطر ته ولاړ شي.

د نوموړي دا سفر به چې د دوشنبې په ورځ پیل شوی د اپرېل تر ۱۰مې نېټې دوام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د ښاغلي خلیل‌زاد دا سفر د سولې د یوې داسې پروسې لپاره هڅو یوه برخه ده چې په‌کې ټول افغان لوري په پراخو بین‌الافغاني خبرو کې شامل شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په کابل کې به د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی له افغان حکومت او نورو افغانانو سره د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو په اوسني وضعیت سلا مشورې وکړي، د سولې د یو جامع مرکچي ټیم جوړول به وهڅوي او د بین‌الافغاني بحثونو او خبرو اترو په راتلونکو ګامونو به بحث وکړي.

زلمی خلیل‌زاد دا ځل په داسې حال کې په کابل کې د افغان حکومت له مشرانو سره ګوري چې د افغانستان د حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په وروستیو کې د نوموړي په هڅو تُندې نیوکې کړي او افغان چارواکو په څرګنده د ښاغلي خلیل‌زاد پر هڅو بې‌باوري څرګنده کړې ده.

خلیل‌زاد په تېرو دوو اوونیو کې په واشنګټن کې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو له استازو سره د افغانستان د سولې په هڅو په بحثونو او لیدو کتو تېري کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړی به د خپل دې سفر په ترڅ کې هم د امریکا له متحدانو او شریکانو سره د افغانستان د سولې پر وضعیت وغږېږي.