د پکتیا ولایت د پوهنتون د نوې لیليې د جوړولو کار نن پیل شو.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازي د لیليې د بنسټ د اېښودلو پر مهال وویل، دا پنځه پوړیزه ودانۍ د جمهوري ریاست د ځانګړې پاملرنې له مخې د ۳۰۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي چې درې زره محصلان به پهکې اوسېږي.
ده وویل:
"د پکتیا پوهنتون د لیلیې ستونزه لرله، له نېکه مرغه ولسمشر د ځانګړې مهربانۍ پر اساس بودجه ورته ورکړه، دوه لوی تعمیرونه په پنځو پوړونو کې جوړېږي چې پهکې به تقریباً تر درېیو زرو زیات محصلین اوسېږي."
دا ودانۍ به ۳۴۸ د اوسېدو خونې، د مطالعې خونې، د خوړو صالون او نور اړین ملحقات لري.
د پکتیا والي وړاندې وویل چې د پلان سره سم سږ کال د پکتیا پوهنتون استادانو ته د استوګنې نمرې هم وېشل کېږي.
پکتیا پوهنتون اوسمهال یوازې د نجونو لپاره لیلیه لري، خو نارینه محصلینیې د ۱۸۰۰ افغانیو بدل اعاشې په ترلاسه کولو سره د ښار په مسافرخونو کې اوسېږي.