چارواکي وایي چې په ارزګان کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل شوي دي.
افغان امنیتي مسؤلین وايي، دغه عملیاتيې د ارزګان د مرکز ترينکوټ اړوند په ګرم اب سيمه کې له وسلهوالو طالبانو د سيمو د نيولو په هدف پیل کړي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د ارزګان امنیتي مسؤلین پر داسې مهال په دغه ولایت کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف د عملیاتو د پیل خبر ورکوي چې دغه ولایت له تېرو درېیو کلنو راهیسې وسلهوالو طالبانو محاصره کړی دی.