د عمران خان د وروستیو څرګندونو په اړه د اجرائیه ریاست غبرګون!

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون

د افغان حکومت اجرائیه ریاست د پاکستان د صدراعظم وروستۍ څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله او ښکاره لاسوهنه بولي.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې په افغانستان کې د نظام بڼه، جوړښت او څرنګوالی د هېواد په اساسي قانون کې روښانه دي.

د دغه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د پاکستان د صدراعظم عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي، پاکستاني سیاستوال دې د افغانستان په اړه په هر ډول څرګندونو کې له پوره دقت او احتیاطه کار واخلي.

ښاغلي خوځون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۶» وویل:

"هېڅ بهرنی هېواد او بهرني شخصتیونه حق نه‌لري چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي، د عمران خان دا څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده، موږ تمه لرو چې پاکستان او پاکستاني سیاستوال د افغانستان په اړه په خپلو څرګندونو کې احتیاط او له لاسوهنې ډډه وکړي."

د پاکستان صدراعظم عمران خان

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان تېره ورځ په اسلام‌اباد کې خبریالانو ته ویلي چې ظاهراً د افغانستان د حکومت د دریځ له وجې د دغه هېواد د سولې بهیر له ټپه ولاړ حالت سره مخامخ شوی، د موقتې ادارې رامنځته کول د ستونزو د هواري یوازنۍ لار ده.

عمران خان دا هم ویلي چې له طالبانو سره د افغان سولې په تړاو د نوموړي ترتیب شوې غونډه د افغان حکومت د مخالفت له امله لغوه شوه.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د پاکستان صدراعظم د افغانستان په اړه دا ډول څرګندونې کوي، بلکې دوه اوونۍ وړاندې یې په افغانستان کې د یوه نوي حکومت د تشکیل خبره کړې وه.

که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تازه د عمران خان د خبرو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو هغه مهال‌یې په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتی و او د افغان حکومت اعتراض‌یې ورته څرګند کړی و.

بل‌خوا په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي له امریکايانو سره د طالبانو وروستیو مذاکراتو ته په اشارې سره وايي چې دغه څرګندونې د طالبانو رسمي دریځ دی.

ښاغلی سعیدي وايي چې طالبان د عمران خان په خوله نړۍ ته خپل پيغام رسوي.​په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي

دی زیاتوي:

"زما په باور عمران خان دغه خبرې له خپلې خولې نه‌کوي، بلکې هغه له طالبانو او امریکایانو سره اړیکې لري، د دوی له لوري ورته تفهیم شوی چې د موقت حکومت د رامنځته کېدو په اړه څرګندونې وکړه."

په ورته وخت کې د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو کاندید محمد حنیف اتمر هم په خپل ټویټر کې په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه د عمران خان څرګندونې د هېواد په کورنیو چارو کې ښکاره مداخله بللې ده.

راپور: رحمت‌الله افغان