په ترکیه کې د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۳ افغانې ښځې مړې شوي

ارشیف

ترکي چارواکي وايي، د دې هېواد په سواحلو کې د کډوالو د یوې وړې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې درې افغانې ښځې او یو کوچنی مړه شوي دي.

اسوشیټېډ پرس اژانس د ترکي چارواکو په حواله خبر ورکړی دی چې په کښتۍ کې ۱۵ کډوال سپاره وو چې غوښتل‌يې د یونان لیزبوس ټاپو ته ورسېږي.

ترکي مقاماتو ویلي دي چې په ډوبې شوې کښتۍ کې ۱۵ افغان او ایراني کډوال سپاره وو چې ۱۱يې ژغورل شوي دي.

که څه هم چې په ۲۰۱۶ کال کې اروپايي هېوادونو ته د کډوالو د څپې د مخنیوي په اړه د ترکيې او اروپايي ټولنې ترمنځ له موافقې وروسته د ترکيې له لارې یونان ته د کډوالو د اوښتو بهیر محدود شوی، خو بیا هم ګډوال او پناه غوښتونکي هڅه کوي چې له دې لارې اروپا ته ورسېږي.