استانبول کې د امریکا د قونسلګرۍ یو ترکی کارکوونکی محاکمه کېږي

د ترکیې او امریکا ګډ بیرغونه

په استانبول کې د امریکا د قونسلګرۍ یو ترکی کارکوونکی د جاسوسي او د ترکيې د حکومت د نسکورولو په تور نن محکمې ته حاضر کړای شو.

دې قضيې د ترکيې او متحده ایالاتو ترمنځ نوی ډیپلوماتیک جنجال پیدا کړی دی.

د متین توپوز محاکمه چې ژباړونکی او د امریکا په قونسلګرۍ کې د نشه‌يي موادو پر ضد مبارزې د برخې کارکوونکی دی، نن په استانبول کې پیل شوه.

۵۹ کلن توپوز له تېرې اکټوبر میاشتې راپه‌دې‌خوا په توقیف کې دی.

نوموړی تورن دی چې د ترکيې د حکومت له سیاسي مخالف فتح‌الله ګولېن سره اړیکه لري.

ترکي حکومت ګولېن د ۲۰۱۶ کال د کودتا د ناکامې هڅې تر شا بولي.

که پر متین توپوز لګېدلي تورونه ثابت شي، نو په عمر قید محکومېدای شي.