د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د طالبانو یو پوځي مسؤل وژل شوی دی.
د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي دي چې ملا رشید او څلور نور طالب وسلهوال د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې پهدې نښته کې یو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده، خو په بیان کې يې دقیقه شمېره نهده په ډاګه شوې.
د ملي امنیتي عمومي ریاست دا نهدي ویلي چې په سروبي کې دا عملیات کله شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.