فدریکا موګرېني: د سولې روانې هڅې د افغانستان لپاره یو ښه فرصت دی

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسؤله فدریکا موګرېني او ولسمشر غني

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسؤله له اسلام‌اباده وروسته په کابل کې د ملي یووالي د حکومت له مشرانو سره وکتل.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسؤله فدریکا موګرېني د سولې روانې هڅې د افغانستان لپاره یو ښه فرصت بولي.

مېرمن موګرېني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۶» په کابل کې له ولسمشر غني سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دوی د سولې په هکله د روانو هلو ځلو نتایجو ته په تمه دي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګرېني

فدریکا موګرېني وایي چې افغانستان ډېره جګړه تجربه کړه، خو اوس د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند او د سولې د خبرو اترو لپاره د یو هر اړخیز ټیم جوړول ډېر مهم دي.

دې وویل:

"دا موارد چې تل به اروپايي ټولنه د افغانانو تر څنګ وي او هېڅ‌کله به‌يې یوازې پرېنږدي، اول دا چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په خبرو کې یو منل شوی اوربند او دوهم دا چې ټولو ته د منل شوي مذاکره کوونکي ټیم رامنځته کېدل چې په افغانستان کې د ښځو په ګډون د ټولو اقشارو استازي په‌کې شامل وي."

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې دغه‌شان وویل چې سوله باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي، خو دا یې هم څرګنده کړه چې له امریکا تر روسیې او له چین تر ایرانه باید ټول هېوادونه په افغان سوله کې مثبت رول ولوبوي.

په دې اړه نور: انتظار خادم: د مشورو په برخه کې هم باید د افراط تر حده مخکې تګ ونه‌شي

فدریکا موګرېني همدا شان د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته هم اشاره وکړه او ويې‌ویل چې انتخابات ډېر مهم دي او باید ترسره شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان سره د اروپایي ټولنې له کړو مرستو او ملاتړه مننه وکړه.

ښاغلي غني وویل چې ۲۱مه پېړۍ د جګړو او ګواښونو نه‌ده، باید جګړه او تهدید خپل ځای روغې جوړې ته پرېږدي او هره ستونزه باید په تدبیر او تعقل سره لیرې شي.

د نوموړي په باور، افغانستان دا مهال په سخته ازموینه کې دی، خو په ټینګار يې وویل چې هر امتحان یو ښه فرصت هم بلل کېږي او اوس په افغانستان کې دا فرصت رامنځته شوی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ده وویل:

"سوله د افغانانو ترمنځ په یو ملي بحث بدله شوې ده او دا خبرې دوام پیدا کوي، د سولې په لویه مشورتي جرګه کې په کوم چوکاټ چې بحث کېږي، وروستي اقدامات به ترسره شي، زه ډاډه یم چې افغانان به خپل برخلیک په خپله وټاکي او ان‌شاءالله چې په بشپړ یووالي او اتفاق به خپله راتلونکې وټاکو."

ده وویل چې د افغانستان ۴۰ کلن ناورین باید ښه مدیریت شي، ترڅو رامنځته شوی فرصت د بل جنګ او بحران لامل ونه‌ګرځي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤلې فدریکا موګرېني همدا شان ټینګار وکړ چې له افغانستانه به د دوی ملاتړ دوامدار وي او په اقتصادي او نورو زېربنایي برخو کې به هر اړخیزه مرسته وکړي.

مېرمن موګرېني وویل چې پاکستاني مشرانو هم په اسلام‌اباد کې له دې سره په لیدنه کې د افغانستان د سولې له پروسې او له بین‌الافغاني خبرو اترو ملاتړ کړی دی.

راپور: اکرام‌الله اکرام