د فاریاب چارواکي: د شيرین تګاب پر بازار راکټونو ۶ ملکيان ټپیان کړي

د فاریاب نقشه

د فاریاب پولیس وايي، وسله‌والو مخالفینو پرون مازیګر د شیرین تګاب ولسوالۍ پر بازار توغندويي حمله وکړه چې په نتیجه کې شپږ کسان ټپیان شوي دي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې په‌دې اړه جزئیات ورکړل:

"د شيرین تګاب ولسوالۍ پر بازار یا مرکز د شپږو راکټونو د توغولو له کبله شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې یو ۱۰ کلن هلک او یوه ۱۲ کلنه نجلۍ شامل دي."

ښاغلي یورش د یو ټپي حالت نازک وباله.

له بلې‌خوا چارواکو تأیید کړې چې د شیرین تګاب امنیه قوماندان چې په یو برید کې ټپي شوی و، ساه ورکړې ده.

شیرین تګاب د فاریاب مرکز میمنې ته نږدې او د دې ولایت له ناامنه ولسوالیو څخه ده.