د محمد ګل منصور شاعري روانه، ساده او عام فهمه ده

شاعر محمد ګل منصور

محمد ګل منصور د پښتو ژبې د روان شعري بهیر هغه سرلاری شاعر دی چې په لر او بر کې ګڼ شمېر مینه‌وال لري.

د ښاغلي منصور د شاعرۍ خانګړنه دا ده چې دا روانه، ساده او عام فهمه ده.

همدا لامل دی چې مینه‌وال‌یې د کتابونو تر څنګ پر ټولنیزو رسنیو هم نوې شاعرۍ ته کلک انتظار باسي.

منصور د خېبر پښتونخوا د سوات اوسېدونکی دی، ښايي همدا لامل به وي چې شعر یې هم له ښکلا، مینې او عاطفې ډک دی.

د محمد ګل منصور تر دې دمه ۵ شعري ټولګې؛ تنده او څاڅکی، موږ دواړه لېوني یو، اوس بنګړي چاله واخلم، ته د غوږونو والۍ مه‌خرڅوه او کافر جانان چاپ دي چې په‌دغو کې ځینې ټولګې بیا بیا چاپ شوې دي.

د ازادي راډیو خبریال ذبیح مومند له منصور سره د هغه پر شاعرۍ مرکه کړې چې دلته‌یې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

مرکه