د ونزوئلا په اړه روسیې ته د امریکا خبرداری

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو «ښی» سرګي لاوروف «کین»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو خپل روسي سیال ته ویلي چې د مسکو له‌خوا ونزوئلا ته د پوځي پرسونل استول تاوتریخوالی ډېرولی شي او خبرداری یې ورکړ چې واشنګټن به په‌دې اړه چوپ پاتې نه‌شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پالادینو ویلي چې پامپیو د دوشنبې په ورځ سرګي لاوروف ته پر ټیلیفون وویل، دا چې روسیه په ونزوئلا کې تاوتریخوالی ډېروي، نو د امریکا متحده ایالات او د سیمې هېوادونه به لاس تر زنې پاتې نه‌شي.

د پامپیو دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې د ونزوئلا یوه چارواکي ویلي چې د روسي الوتکې د دغه هېواد د روانې پوځي همکارۍ د یوې برخې په توګه د اوونۍ په وروستیو کې کاراکاس ته ورسېدې.

هغه راپورونه چې د روسیې د هوایي ځواکونو د دوو الوتکو د رسېدو په اړه خپاره شوي تر اوسه د خپلواکو سرچینو له‌خوا نه‌دي تأیید شوي.

روسیه د ونزوئلا د ولسمشر نیکلاس مادورو ملاتړ کوي، خو متحده ایالات او لسګونه نور هېوادونه په ونزوئلا کې د اپوزېسیون مشر خوان ګوایدو ملاتړي دي.