د ننګرهار چارواکي پهدې ولایت کې د وسلهوالو طالبانو د ۴۰ کسیزې ډلې د قوماندان د نیول کېدو خبر ورکوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د ملا تراب په نوم دغه قوماندان تېره ورځ د افغان ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ونیول شو.
نوموړی وايي:
"د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په تور غر سیمه کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کېیې د ملا تراب په نوم د وسلهوالو طالبانو د ۴۰ کسیزې ډلې قوماندان ملا تراب د څو نورو ملګرو سرهیې ژوندی نیول شوی دی."
د خوګیاڼي په خبره ملا تراب په سره رود ولسوالۍ کې ګڼې ترورېستي حملې پلان او ترسره کړې دي.
د ننګرهار چارواکو د دې عملیاتو نور جزئیات نهدي ورکړي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه تبصره نهده کړې.