د ایران په فارس کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي

په ایران کې د سیلابونو له امله اړول شوي زیانونه

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې سختو ورښتونو او سېلابونو ځاني زیانونه اړولي دي.

د ایران په جنوبي ولایت فارس کې د سېلابونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د ایران د بېړنیو روغتیایي خدماتو مشر پیر حسین کولیوند د دوشنبې په ورځ ایرنا خبري اژانس ته ویلي چې د دې ولایت په مرکز شیراز کې سېلابونو ۱۰۰ نور کسان ټپیان کړي دي.

د بېړنیو خدماتو اداره وایي، یو بل کس په کرمانشاه ولایت کې مړ شوی دی.

د کولیوند په خبره د شیراز په قربانیانو کې درې ماشومان شامل دي.

د ایران د هوا پېژندنې ادارې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نورو سختو ورښتونو خبرداری ورکړی.

تر دې وړاندې د ایران دولتي «پرېس ټي. وي» په شمال کې د مازندران او ګلستان ولایتونو څخه د پنځو کسانو د مړینې خبره کړې وه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ټولو ولایتي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې په تیارسی حالت کې واوسي.