یونېسف د هغو ۱۳ ملکيانو پر وژلو اندېښمنه ده چې ډېری یې ماشومان دي

په کابل کې یو ماشوم چې د نوروز د مراسمو په چاودنو کې ټپي شوی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وایي، د هغو ۱۳ ملکي وګړو په اړه چې ډېری یې ماشومان دي او د نوروز په شپه په یوې هوایي حمله کې وژل شوي، سخته اندېښنه لري.

یونېسف پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د دغو کسانو وژل د بشر دوستۍ اصولو پر خلاف دي.

​دغې ادارې په افغانستان کې د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د ماشومانو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې د دوی لومړنۍ موندنې ښیي د جمعې په شپه په کندز ولایت کې د نړیوالو ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۱۳ ملکي کسان ووژل شول چې ۱۰ تنه‌یې ماشومان وو.

خو په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت یوه ویاند د یکشنبې په ورځ په یوه اېمېل کې ازادي راډیو ته ولیکل چې په کندز کې د ملکي تلفاتو د دې ادعا په اړه تحقیق کوي.