د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې د داعش د یوه قوماندان په شمول د دې ډلې درې غړي وژل شوي.
د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن په یوه وېډيويي پیغام کې وویل چې داعش ډلې ته دا تلفات تېره شپه په اچین ولسوالۍ کې د بېپیلوټه الوتکې په برید کې اوښتي دي.
ده وویل:
"د دغو بریدونو په نتیجه کې د اسلام فاروقي په نوم د داعش یو قوماندان چې اصلاً پنجابی دی او دوه ملګري یې چې وسلې او مهمات هم ورسره وو، وژل شوي دي."
د خوګیاڼي په خبره، د داعش ډلې دغه قوماندان د ننګرهار په څو سیمو کې د داعش ترورېستي فعالیتونه رهبري کول.