د هند او پاکستان ترمنځ د دوو هندوو خویندو د تښتولو او اسلام ته د هغوی د اړولو د ادعا پر سر نوې لانجه جوړه شوې ده.
د پاکستان پولیسو نن دوشنبه وویل چې لږ تر لږه اووه کسانیې د دوو صغیرو هندوو نجونو د تښتولو، جبري ودولو او اسلام ته د هغوی د جبري اړولو په قضیه کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.
له دې یوه ورځ مخکې د پاکستان صدراعظم عمران خان د سند ایالت پولیسو ته دنده وسپارله چې په دې اړه څېړنې وکړي، خو د نوې ډېلي او اسلاماباد ترمنځ ناندرۍ پرون د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه پیل شوې چې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج پر ټویټر په یوه پیغام کې په اسلاماباد کې د هند له لوی کمېشنره په دې اړه د خپاره شوي راپور جزئیات وغوښتل.
دا لومړی ځل دی چې د هند جګپوړي چارواکي د پاکستان په کورنیو چارو کې دومره ښکاره لاسوهنه کوي.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر فواد چوهدري د یکشنبې په ورځ د مېرمن سواراج د پیغام په ځواب کې ولیکل چې پاکستان په دې قضیه کې په بشپړ ډول د نجونو تر څنګ ولاړ دی، خو ده په عین حال کې له هنده وغوښتل چې په خپله دې هم د اقلیت مسلمانانو حقونو ته درناوی وکړي.
چودري پر ټویټر ولیکل:
"مېرمن وزیرې، خوشاله یم چې د هند په حکومت کې داسې خلک شته چې په نورو هېوادونو کې د اقلیتونو د حقونو په فکر کې دي، خو په ډېر درناوي سره هیلهمند یم چې ستاسو ضمیر به هم درته ووايي چې په خپل هېواد کې د اقلیتونو په خوا کې واوسئ."
چودري پرون وروسته په یوه خبري غونډه کې د صدراعظم نرېندرا مودي په ټاټوبي ګجرات کې د ۲۰۰۲ میلادي کال اعتراضونو ته اشاره وکړه چې په ترڅ کې یې له زرو زیات کسان او ډېری مسلمانان ووژل شول.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې بېرته پر ټویټر په یوه پیغام کې چودري ته ځواب ووایه او ویېلیکل:
"ما یوازې په اسلاماباد کې د هند له لوی کمېشنره د دوو صغیرو نجونو د تښتول کېدو او جبري ودونو په اړه پوښتلي او تاسو په غصه شوئ، نو همدا ستاسو ګناهکار ضمیر ښيي."
د هند د بهرنیو چارو په وزارت کې ځینو سرچینو په پاکستان کې په تېرو دوو کلونو کې له هندو او سېکهـ نجونو سره د جبري ودونو د درېیو نورو مواردو یادونه هم کړې ده او وايي، نوې ډېلي د سېکهانو او هندوانو د ځورونو، ګواښلو او د هغو له عبادتځایونو سره د سپکاوي موارد د پاکستان له حکومت سره څو ځلې مطرح کړي دي.