د نقیب‌الله محسود د وژنې د عاملینو د محاکمې یو دور ترسره شو

نقیب‌الله محسود

نن په پاکستان کې د نقیب‌الله محسود د وژنې د عاملینو د محاکمې یو دور ترسره شو.

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د نقیب‌الله محسود د وژنې په قضیه کې رسماً د پولیسو پخوانی مشر راو انوار او ځیني نور کسان تورن وپېژندل.

راو انوار پر هغه له لګېدلي توره انکار کړی.

د هغه د محاکمې بل دور به د اپرېل په ۱۱مه وي.

د جنوبي وزیرستان ۲۷ کلن ځوان نقيب محسود د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه له درېيو نورو کسانو سره په کراچۍ کې په يوه جعلي پوليس نښته کې وژل شوی و.

د نقیب وژنه په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د لسګونه زرو غړو د پراخو مظاهرو لامل شوه او په دې ترڅ کې مظاهره‌چیانو د نورو وژل شویو او ورکو پښتنو پوښتنه وکړه.