د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، یوې چاودنې شپږ ملکیان ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي په یوه غږیز پیغام کې د دې چاودنې جزئیات ورکړل.
ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي:
"نن سهار پاو کم نهه بجې د جلالاباد ښار لومړۍ ناحیه کې چاودېدونکو توکو چاودنه کړې. درې ماشومان او درې ښځې سطحي ټپيان شوي. دوی روغتون ته انتقال شوي او صحي وضعیتیې ښه دی. په چاودنه کې ځینو دکانونو ته هم زیان رسېدلی."
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
مخکې تر دې هم په ننګرهار کې چاودنو ملکیانو ته زیاته مرګژوبله اړولې او تر ډېرهیې پړه داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې په غاړه اخیستې.