د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې سږ کال د ۲۷۰۰ ښوونځیو د جوړولو ژمنه وکړه.
ولسمشر غني وویل چې پروسږکالیې د شپږو زرو ښوونځیو د جوړولو ژمنه کړې وه چې د ډېرو ښوونځیو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
نوموړي زیاته کړه:
"سږ کال د ۲۷۰۰ ښوونځیو رغولو ته پیسې تهیه او اختصاص شوي. له ډاکتر چوهدري او په نړیوال بانک کې د هغوی له همکارانو، جاپان سفارت او خپلو نورو همکارانو مننه کوم."
افغان ولسمشر وویل چې سږ کال د کتابونو د کمښت ستونزه هم هوارېږي او ۱۲ میلیونه او دوه لکه کتابونه چاپ شوي دي.