پرون د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې لسګونه نشنلېستانو د پخوانۍ یوګوسلاویا په جګړه کې د ناټو د ښکېلتیا له ۲۰مې کلیزې یادونه وکړه.
د ناټو دا ښکېلتیا پر بلګراد یو ۷۸ ورځنی هوايي کمپاین و چې په نتیجه کې یې د صربانو په واسطه د کوسوو د البانيانو ځپل پای ته ورسېدل.
پرونی لاریون د صربیا د تندلاري اپوزېسیوني ګوند لهخوا ترسره شو چې ګډونوالو یې د صربیا د پخواني رهبر رادوان کرادیچ په اړه د هاګ د محکمې وروستۍ پرېکړه وغندله.
د پخوانۍ یوګوسلاویا د جنګي جرمونو خاصې څېړونکې محکمې په هاګ کې پنځه ورځې مخکې رادوان کرادیچ چې په جنګ کې د بوسنیا د صربانو مشر و، په ابدي حبس محکوم کړ.