د ناروې په سواحلو کې له حرکته لوېدلې بېړۍ پرون وچې ته ورسېده

د سېلانیانو یوه بېړۍ چې د طوفاني هوا په خاطر د ناروې په سواحلو کې له حرکته لوېدلې وه، پرون ناوخته وچې ته ورسېده.

د وایکنګ سکای دې سېلاني بېړۍ ټولې سپرلۍ د هلیکوپټرو په واسطه وژغورل شوې.

وایکنګ سره له څو نورو کمکي بېړیو پرون ناوخته ساحل ته ورسېده.

د بېړۍ درېیمه برخه سپرلۍ چې ۱۳۷۰ کسان وو، پرون شپه ژغورل شوې وه.

د ناروې د پولیسو په خبره، ۱۷ ژغورل شوي کسان د ټپونو په سبب روغتون ته ورسول شول.

د وایکنګ تورېستي بېړۍ اکثره سپرلۍ امریکایان او بریتانویان وو.