د ونزوئلا چارواکو اسوشیټېډ پرس اژانس ته ویلي دي چې د روانې اوونۍ په سر کې دوه روسي پوځي الوتکې د دې هېواد پایتخت کاراکاس ته رسېدلې دي.
ونزوئلا ته د روسي پوځي الوتکو او نظامي چارواکو سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکارۍ برخه بلل شوې ده.
ونزوئلايي مقاماتو تأیید کړې چې پهدې دوه الوتکو کې شااوخوا ۱۰۰ روسي پوځي سرتېري هم موجود وو.
روسيې په تېره ډسمبر میاشت کې ونزوئلا ته خپلې دوه اټمي وسلې لېږدوونکې جنګي الوتکې واستولې چې دې اقدام د امریکا او د سیمې د یو شمېر هېوادونو سخته غُصه وپاروله.
روسیه د ونزوئلا له ولسمشر نیکلاس مادورو ملاتړ کوي بل لور ته بیا متحده ایالات او زیات شمېر اروپايې هېوادونه د خوان ګوایدو پلویان دي چې ځانيې د ونزوئلا ولسمشر اعلان کړی دی.