د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت وايي، په جنګ کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د خوندیتوب لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کوي.
دغه مأموریت داسې وخت پرون دا څرګندونې کړي چې په کندز کې یو شمېر خلکو او د ولایتي شورا ځینو غړو امریکايي ځواکونه په یوه هوايي برید کې د ۱۳ ملکیانو په وژنې تورن کړي.
په همدې تړاو د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت پرون شپه د خپلې ویاندې دیبرا ریچارډسن بیان ازادي راډیو ته راولېږه.
په بیان کې راغلي چې د کندز په عملیاتو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د ادعاوو په اړه د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت ته راپورونه ور رسېدلي او دوی به ټول معتبر تورونه وڅېړي.
دیبرا ریچارډسن ویلي، همدا جمعه او شنبه له طالبانو سره د افغان ځواکونو په ۳۰ ساعته جګړه کې چې یو وړوکی مشورتي ګروپ هم ورسره و، د طالبانو په یوه مرکز له هغه وروسته هوايي برید وشو چې پر افغان پوځیانو یې بریدونه کول.
بهرنیو ځواکونو ویلي چې ۹۴ طالبان د کندز په دې عملیاتو کې وژل شوي.
طالبانو هم ادعا کړې چې ۱۹ افغان او پنځه بهرني عسکر یې د کندز په جنګ کې وژلي.