د قزاقستان موقت ولسمشر قاسم ژومارت تاکایف، له دندې لېرې شوی پخوانی صدراعظم د خپلې ادارې د مشر په توګه موظف کړی دی.
نورسلطان نظربایف له نږدې درې لسیزو واکمنۍ وروسته تېره اوونۍ د قزاقستان د ولسمشر په توګه له دندې استعفا وکړه.
تاکایف چې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ تر انتخاباتو پورې به د موقت ولسمشر په توګه کار کوي، نن بکیت ژان ساګینتایف د اسیت ایسي کیشیف پرځای د ادارې د مشر په توګه غوره کړ.
نظربایف تېره میاشت ساګینتایف ځکه له دندې ګوښه کړ چې د ده په وینا، د خلکو د معیشت د اوچتولو او له انرژۍ پرته په نورو سکټورونو کې د اقتصادي پرمختګ په چاره کې پاتې راغلی.