سره له دې چې په افغانستان کې د غیر راجستر شویو سیم کارټونو کارول یوه ستونزه ګڼل شوې، خو بیا هم د دې هېواد په اکثرو ښارونو کې پلورل کېږي.
د دغو سیم کارټونو پلورونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ادعا کوي چې دغه سیم کارټونه په مخابراتي شرکتونو کې راجستر شوي دي.
دی وایي:
"په شرکت کې راجستر شوي، موږ یې له شرکته اخلو او غیر فعال کېږي نه."
د دغو سیم کارټونو د راجستر لپاره پکار ده چې پیریدونکي تذکره او عکس ولري، خو دلته یو کس کولی شي چې له تذکرې او عکس پرته دغه سیم کارټونه په ډېره ارزانه بیه ترلاسه کړي.
۲۳ کلن حبیب الرحمن یو د دغو سیم کارټونو له پیریدونکی دی چې وایي:
"دغه سیم کارټونه له دې امله اخلو چې ارزانه او اقتصادي تمامېږي، موږ یې په شل افغانۍ اخلو، خو په شرکت کې په سل افغانۍ خرڅېږي."
خو متل دی چې وايي، ارزانه بې علته نه دی او قیمته بې حکمته.
دغه سیم کارټونه چې د کوم شخص په نامه ثبت نه دي، د خاوند موندل یې هم امنیتي ځواکونو ته ګران او له دغه فرصته ناوړه ګټه اخیستل کېږي.
ان دا چې د کورنیو چارو وزارت وايي، داسې سلګونه موارد شته چې ځیني کسان د همدغو سیم کارټونو په ذریعه ګواښل شوي دي.
د کابل ښار اوسېدونکی عبدالرحمن له دې امله شکایت لري او زیاتوي:
"دغه غیر نا راجستر شوي سیم کارټونه چې په ښار کې پلورل کېږی، ښه کار نه دی، د دغو سیم کارټونه په ذریعه وژنې او جرمونه ترسره کېږي، باید حکومت یې مخه ونیسي."
د دغو سیم کارټونو په وسیله ځینې نجونې او ښځې هم ځورول کېږي.
د کاپیسا او بغلان اوسېدونکې شکریې او ازادې په دې اړه ازادي راډیو وویل:
"ټيليفون ته مې زنګ راغی، اوکې مې کړ، خو ځان یې معرفي نه کړ، هر څه یې چې په خوله راتلل، راته یې وویل، د دې کار لامل همدا نا راجستر شوي سیمکارټونه دي، دا هر څوک اخیستی شي."
"زه په کاپیسا کې یم، څو ورځې مخکې له تخار ولایته راته زنګ راغی، ډېر مزاحمت یې راته وکړ."
دغه ستونزه دومره جدي ده چې د ملي شورا د غړو غږ یې هم پورته کړی دی.
د ولسي جرګې غړې نظیفه ذکي وايي، دغه ستونزه ېې څو وارې له مسؤلو چارواکو سره شریکه کړې او هیله ېې کړې چې د دغو سیم کارټونو د خرڅلاو مخه ونیسي.
د ولسي جرګې غړې نظیفه ذکي
دې زیاته کړه:
"په پارلمان کې مو ډېر ځلې غږ پورته کړی، د مخابراتو وزارت مسؤلین مو راوغوښتل چې د غیر راجستر شویو سیمکارټونو مخه ونیسي او په افغانستان کې دې نور دغه سیم کارټونه نه وي."
هڅه مو وکړه چې د یو داسې مخابراتي شرکت نظر هم ولرو چې دغه سیم کارټونه بازار ته را اوباسي، خو بریالي نه شو.
خو د مخابراتو وزارت د اترا یا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره وایي، په نږدې راتلونکې کې به هغه شرکتونه چې غیر راجستر شوي سیم کارټونه بازار ته اوباسي، مجازات کړي.
د دې ادارې مرستیالانجنیر نقیب الله سېلاب په دې اړه د یوې کړنلارې د جوړولو او پلي کولو خبره کوي.
ده وویل:
"کړنلاره چې مو وضع کړې، هڅه کوو چې پلې یې کړو او خلکو ته چې له دې لارې ستونزې پېښې شوي، لېرې کړو."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم له دغې ستونزې سره مخ دی.
د یاد وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، ډېر ژر به د غیر راجستر شویو سیم کارټونو د خرڅلاو د مخنیوي لپاره اقدام وشي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نصرت رحیمي
ده وویل:
"د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ له وزارت سره په همغږۍ خبرې روانې دي چې دغه ستونزه په بنیادي توګه حل شي."
د کابل په پل خشتي سیمه کې ځیني کسان دغه غیر راجستر شوي سیم کارټونه پلوري او له همدې لارې خپلې کورنۍ ته ورځنی خرڅ ګټي.
دوې دغه سیم کارټونه د ځانګړو اړیکو له لارې ترلاسه کوي او په ډېره ټیټه بیه یې له مخابراتي شرکتونو اخلي او هر سیم کارټ د لسو افغانیو په ګټه په نورو پلوري.
راپور: خان محمد سیند