تمه ده چې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د رول په اړه د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د تحقیقاتو لومړنۍ نتیجې نن اعلان شي.
لوی څارنوال ویلیم بار د تېرې جمعې په ورځ د دې راپور له ترلاسه کولو وروسته د کانګرس مشرانو ته په یوه مکتوب کې ولیکل، د ۲۲ میاشتو څېړنو په پای کې د چمتو شوي دې راپور اساسي موندنې به د یکشنبې په ورځ اعلان کړي.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې لوی څارنوال دا راپور په دقت سره ګوري او جزیات به یې نن له کانګرس سره شریک کړي.
تمه ده چې لوی څارنوال بار، د عدلیې وزارت، کانګرس او سپینه ماڼۍ به ټول په دې اړه پرېکړه کوي چې د مولر د تحقیقاتو څومره موندنې به له رسنیو سره شریکوي.