د ناروې سمندري ځواکونو د یوې لویې سیاحتي کښتۍ د ۱۳۷۳ سپرلیو له ډلې نږدې ۴۰۰ کسان د هلیکوپټرو په وسیله ژغورلي.
د دې کروز ډوله کښتۍ انجن پرون د ناروې په لوېدیځو سواحلو کې د بدې هوا له وجې خراب شو.
د وایکېنګ سکای په نوم د دې کښتۍ کپټان پرون د مارچ په ۲۳مه د وضعیت د خرابۍ په اړه وروسته له هغه پیغام واستاوه چې په کښتۍ کې د برښنا جریان پرې شو.
دې کشتۍ د امریکا، بريتانیا او ناروې د وګړو په ګډون ټولې ۹۱۵ سپرلۍ درلودې.
تر نن سهار پورې د دې کښتۍ له ۴ ماشینونو ۳ یې بېرته فعال شول او د بېړنیو حالاتو اداره وايي، اوس هڅې روانې دي چې دا کښتۍ د ساحل خوا ته ولاړه شي.