د امریکا دفاع وزارت (پینټاګون) د هغو دوو امریکايي سرتېرو نومونه وښودل چې د افغانستان په کندوز ولایت کې د جنګي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د امریکا پوځ پرون شنبه د خپل یوه وژل شوي سرتېري نوم جوزیف پي کولیټ او د بل کلاس ویل ډي لینډسي وښود او ویې ویل چې یو ۲۹ کلن او بل ۳۳ کلن و.
د دوی له وژل کېدو سره په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د تلفاتو شمېر ۴ تنو ته ورسېد.
د امریکا پوځ تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي چې دا دوه پوځیان په کندوز کې په څه ډول جګړه کې وژل شوي دي.