ناټو تأیید کړه چې په پولنډ کې زغرګاډو، مهماتو او د یوې بشپړې لوا د ټولو وسلو په شمول د امریکا د پوځ د وسایلو لپاره زېرمتون جوړوي.
د ناټو یوه چارواکي پرون شنبه فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل، هغه راپور دقیق دی چې مخکې وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې خپور کړی و او پر اساس یې ویل شوي چې له وارسا ۲۰۰ کیلومتره لوېدیځ پلو په پویدز سیمه کې پر ۲۶۰ ميلیونه ډالرو تاسیسات جوړېږي.
وال سټریټ ژورنال د ناټو د سرمنشي ینس سټولټنبرګ له قوله ویلي چې پر دې زېرمتون به د سږ کال په دوبي کې کار پیل شي او په ۲ کلونو کې به بشپړ شي.