افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تر سولې مخکې تل تشدد زیاتېږي

آرشیف/ افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تر سولې مخکې تل تشدد زیاتېږي.

هغه دا خبره پرون شنبه د حمل په درېیمه په کابل کې یوې غونډې ته وکړه.

ولسمشر غني پرته له دې چې د طالبانو یا د خپل حکومت د کومې بلې مخالفې ډلې نوم واخلي، وویل چې د تشدد د زیاتېدو هدف د زیات امتیاز ترلاسه کول دی.

ښاغلي غني وویل:

"دا باید زموږ د دایمي وېرې سبب نه شي، تمرکز غواړي، اصول غواړي، دا حرکات تر ډېره حده د زیات امتیاز اخیستلو لپاره کېږي."

خو په کابل کې د سیاسي چارو شننونکي علي امیري وسله والو طالبانو ته اشاره وکړه.

امیري په دې باور دی چې وسله وال طالبان د امتیاز ترلاسه کولو نه، بلکې د ولسمشر غني پر حکومت د زیات فشار راوستلو په لټه کې دي.

علي امیري وویل:

"طالبان لازم امتیازات لري، هغوی هم پر ډېره ساحه کنټرول لري، هم یې په منطقه کې په نسبي ډول زیات سیاسي مشروعیت ترلاسه کړی دی، په نړیواله کچه هغوی له امریکا سره مذاکرې کوي او له روسانو سره په تماس کې دي، پاکستانیانو تر بل هر وخت له طالبانو سره همکاري علني کړې او تقریباً موجه شکل یې ورکړی دی، له دې امله طالبان سیاسي امتیاز ته لکه څرنګه چې ولسمشر غني اشاره ورته کوي، هغسې اړتیا نه لري."

طالبانو که له یوې خوا له امریکا سره مذاکرې کوي، له بله پلوه یې پرته له دې چې رسماً د پخوا په څېر پسرلني عملیات اعلان کړي، حملې زیاتې کړې دي.

وسله والو طالبانو پرون په هلمند کې د حامد کرزي پر سټډیوم کې د غبرګو چاودنو مسؤلیت واخیست.

په هلمند کې د بزګر پرجشن په پرونۍ حمله کې تر ۴۰ زیات کسان زخمیان شوي دي.

د هلمند والي محمد یاسین پرون شنبه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې څلور تنه وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د مذاکرو د وروستي دور په اړه په واشنګټن کې له چارواکو سره خبرې کوي.

هغه د جمعې په ماخوستن پر ټوېټر ولیکل چې د روسیې، چین او اروپايي اتحادیې له استازو سره یې په واشنګتن کې کتلي او د افغانستان د سولې په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.

خلیلزاد په یوه ټوېټ کې لیکلي:

"موږ د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی لرو، ټولو افغانانو ته سوله او داسې افغانستان غواړو چې موږ ته د تهدید سرچینه نه شي."

زلمي خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو له استازو سره د مذاکرو وروستی دور د مارچ په دولسمه نېټه پای ته ورساوه.

خلیلزاد وویل چې په دې خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د ترورېزم پرضد د مبارزې د تضمین په اړه د یوه توافق مسوده منل شوې ده.

خو هغه پر ټوېټر ولیکل چې پر هېڅ مسئله نهايي توافق نه دی شوی.

د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په مذاکرو کې لا هم د افغانستان د حکومت ځای تش دی.

کابل په دې منځ کې د مشورتي لويې جرګې جوړولو هڅې پیل کړې دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د حمل په درېیمه نېټه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې جرګه کې به د ټولو افغانانو استازي ګډون کوي.

لکه څرنګه چې حکومت وايي، مشورتي لویه جرګه به د ثور په نهمه نېټه جوړه شي.