د ننګرهار ولایتي چارواکو د پوهنې تعليمي کال د پيل زنګ د شنبې په ورځ د هسکې مېنې ولسوالۍ په هغه ښوونځي کې و کړنګاوه چې تېر درې کاله دا ښوونځی داعش وسله والو د سنګر په توګه کاراوه.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، پخوا دا سیمه د جګړې مرکز و، خو نن د پوهنې د تعليمي کال د پرانيستې مراسم په کې نیول شوي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په هسکه مېنه کې پر زده کوونکو د درسي موادو د وېش په حال کې
ده وویل:
"دغه سیمه چې پخوا د داعش یا خراسان مرکز و، له نېکه مرغه د ولس په حمایت او د امنيتي ځواکونو پرمټ له وسله والو پاکه شوې او دلته د پاپین لېسه پس له درې کالو پرانیزو."
د تېرو جنګونو له امله د دې ښوونځي ټولې ودانۍ ويجاړې شوي او اوس په همدې سیمه کې په یوه خېمه کې ښوونځی پيل شو.
د ننګرهار د معارف رئيس حسیب الله شینواری وايي، په پام کې لري چې په روان تعليمي کال کې تر دوه سوو ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.
ده وویل:
"په دغه تعليمي کال کې د پوهنې په سکټور کې تر دوه سوو ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي چې اته ښوونځي په هسکه مېنه کې دي."
د معارف رياست مسؤلين وايي، په روان تعليمي کال کې به په هغو ټولو سیمو کې ښوونځي پرانيزي چې پخوا د جګړو له امله تړل شوي وو او همدارنګه به دې ښوونځيو ته د لازمو اجناسو د کمښت ستونزه ورحل کړي.
د سيمې خلک وايي، په هغو سیمو کې چې داعش وسله والو فعالیت پکې کاوه، هلته نه یوازې د خلکو کورونه، بلکې کلنیکونه او د ښوونځيو ودانۍ هم په بشپړ ډول ویجاړې شوي او دوی ټینګار کوي چې ولایتي او مرکزي اداره دې د دې سیمو رغنیزو چارو ته پوره پام واړوي.
راپور: شاه محمود شينواری