د کندز ولسونه د جګړې پر ښکېلو خواو غږ کوي چې فوري اوربند دې وکړي.
د دې ولایت اوسېدونکي وايي چې خلک نور له جګړې ستړي شوي او ټول د سولې تږدي دي او غواړي چې ښکېلې خواوې دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.
د دوی د خبرو پر بنسټ چې په دې ۴۰ کلنه جګړه کې هرې کورنې ته بې ساري ځاني او مالي زیانونه رسېدلي او نور خلک جنګ نشي زغملای او فوري اوربند غواړي.
د دوی په خبره چې جګړو او ناامنیو د خلکو ژوند تریخ کړی، ځکه په هغو سیمو کې چې جنګ دی، هلته د ښوونځیو دروازې تړل شوي او له کبله یې ګڼ شمېر ځوانان او ماشومان له ښوونې او روزنې محروم دي.
دوی دغه راز په خپلو خبرو کې وویل چې په اوسنیو شرایطو کې خلک هر ډول سرښندونو ته چمتو دي، څو په هېواد کې تل پاتې سوله راشي او راتلونکي نسلونه په ارامه فضا کې ژوند وکړي.