په روان لمریز کال کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون اندېښنې راپارولې دي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د روان لمریز کال پيل ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې له پلوه خونړۍ بولي او وايي چې دغه وضعیت باید دوام ونه کړي.
د دغه کمېسیون اجرائيوي رئیس موسی محمودي وايي چې د روان لمریز کال په لومړیو درېیو ورځو کې په هلمند، کندز او کابل کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اوښتلو خلک اندېښمن کړي دي.
ښاغلي محمودي د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې پر ملکیانو حملې وغندلې او زیاته یې کړه چې وروستۍ پېښې دا ښيي چې ښکېلې خواوې د خلکو د خوندیتوب په برخه کې په خپلو ژمنو عمل نه کوي.
دی وایي:
"موږ د تېر کال په څېر د دې کال په پیل کې هم مرګ ژوبله لرله، د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره په پالېسیو کې د بدلون کومه اراده نه لیدل کېږي او دا د زیاتې اندېښنې او محکومیت وړ ده، دغه موضوع د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل کېږي او د تېر په څېر به بیا هم خلک قرباني شي."
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې اندېښنه ښيي چې د نوي لمریز کال په لومړیو درېیو ورځو کې په هلمند، کندز او کابل کې خونړیو حملو ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د شنبې په سهار د بزګر د مېلې د مراسمو پرمهال په يوه ورزشي لوبغالي کې دوه چاودنې وشوې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه پېښه کې درې تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان دي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي.
دا شان د کندز د ولایتي شورا يو شمېر غړو ازادي راډیو ته ویلي دي چې د دغه ولایت په ګل تپې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د تېرې شپې په هوايي حمله کې د شپږو ماشومانو او درېیو ښځو په ګډون، ۱۲ تنه وژل شوي دي.
د دې ترڅنګ د نوي کال په لومړۍ ورځ هم د کابل ښار کارته سخي ته نږدې په درېیو چاودنو کې شپږ تنه ووژل شول او ۲۳ نور ټپيان شول.
د نوي لمریز کال په لومړیو درېیو ورځو کې ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبلې خلک هم زیات اندېښمن کړي او دوی وايي چې له هرې ممکنې لارې باید د جګړې او ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو مخه ونیول شي.
دوو تنو کابل ښاریانو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"زما نوم محمد يونس دی، د درېیم مکروریان يو تن دوکاندار یم، زموږ غوښتنه دا ده چې هېواد کې ارامي راشي، مرګ ژوبله نه وي او خلک هوسا ژوند وکړي."
"زما نوم خان ګل دی، د کابل ولایت اوسېدونکی، غوښتنه مې دا ده چې جنګ نور ختم شي، ځکه په جنګونو کې غریبو او بېوزلو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي او بچیان يې یتیمان کېږي."
د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت يا يوناما په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله په تېرو اتلسو کلونو کې بې سارې ګڼلې او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر ۴۰۰۰ تنه و چې ۹۲۷ یې ماشومان دي.
طالبانو د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د دغې اندېښنې په اړه تر دې مهاله څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې ویلي وو چې د ملکي وګړو خوندیتوب دوی ته لومړیتوب لري.
افغان چارواکو په ځانګړې توګه، ولسمشر محمد اشرف غني په تېر کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ټينګار یې کړی چې باید مخنیوی یې وشي.
په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست نصرت رحیمي وايي چې ټولو امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې ده چې د عملیاتو پرمهال د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي.
راپور: محمد واصل وصال