نیویارک ټایمز: افغان ښځې ډېرې زیاتې اندېښمنې دي

نیویارک ټایمز:

په افغانستان کې د جمعې په ورځ د دوو امریکايي سرتېرو وژنې هم د نیویارک ټایمز او هم د ځینو نورو ورځپاڼو پام ور اړولی دی.

نیویارک ټایمز د افغان او امریکايي چارواکو په حواله ویلي چې دا سرتېري د جمعې په ورځ د افغانستان په شمال کې په جنګ کې وژل شوي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په عملیاتو کې د دغو سرتېرو د وژنې د خبر له تأیید پرته نور جزیات نه دي ورکړي.

ورځپاڼې د افغان ځانګړو ځواکونو د ویاند قیوم نورستاني په حواله لیکلي چې عملیات د جمعې په ورځ په کندز کې شوي وو.

ده ویلي، یو افغان کومانډو وژل شوی او درې نور ټپيان دي، خو د ده په خبره، ګڼو طالبانو ته هم په دې عملیاتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

امریکا په افغانستان کې شااوخوا ۱۴ زره سرتېري لري چې له ډلې یې سږ میلادي کال تر اوسه څلور سرتېري وژل شوي.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي، په داسې وخت کې چې امریکا متحده ایالتونه له طالبانو سره د اتلس کلنې جګړې د سیاسي حل په لټولو لګیا ده، دوه امریکايي سرتېري د جمعې په ورځ په یو لړ عملیاتو کې وژل شوي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي، په جنګ کې د دغو وژل شویو سرتېرو هویت د امریکا د دفاع وزارت د پالېسۍ له مخې تر هغو نه اعلانوي چې کورنیو ته یې احوال نه وي ورکړی.

وال سټریټ ژورنال لیکي، دا سرتېري داسې وخت وژل شوي چې په ټول افغانستان کې جګړو زور اخیستی او ورسره په یو وخت کې امریکايي او طالب مرکچیان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش په اړه خبرې کوي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئله د طالبانو له سیاسي ډلې سره د امریکايي پلاوي د خبرو له څلورو یوه عمده برخه جوړوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وروستی وار د مارچ تر دولسمې په دوحه کې و، چېرته چې ده شپاړس ورځې له طالبانو سره له افغان خاورې د ترورېستانو د استفادې په ډاډ، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو، اوربند او بین الافغاني خبرو بحث وکړ.

وال سټریټ ژورنال لیکلي، دواړو لوریو دا میاشت خبرې په دې تمه پای ته ورسولې چې بل دور به بیا بله میاشت سره کېني.

نیویارک ټایمز:

"ښځې ډېرې زیاتې اندېښمنې دي"

دا د یوې مقالې عنوان دی چې په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې خپره شوې.

د مقالې لیکوال ویلي چې د طالبانو له ظلمه د افغان ښځو خلاصون یو وخت د امریکا دواړو ګوندونو ته یوه اساسي موضوع وه.

د نیویارک ټایمز په مقاله کې راغلي چې اوس افغان ښځې هېرې شوې دي.

وړاندې لولو چې د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې داسې وخت چې امریکايي پوځیان د القاعده جنګیالیو د ایستلو او د طالبانو د رژیم د ځپلو لپاره جنګېدل، د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش مېرمنې لورا بوش په یوې راډیويي وینا کې وویل:

"یوازې ترورېستان او طالبان ښځې له زده کړو پاتې کوي او یوازې ترورېستان او طالبان ښځې ګواښي چې که نوکان مو رنګ کړل، باسو یې."

خو د مقالې لیکوال لیکي چې نږدې دوه اوونۍ وروسته له طالبانو سره د امریکا متحده ایالتونو د سولې په خبرو کې د افغانستان د ښځو راتلونکې په اجنډا کې نه ده شامله.

د افغانستان حکومت ژمنه کړې چې د ښځو پرمختګ به خوندي کړی.

افغان ښځې بیا وايي، د سولې په پروسه کې یې رول کمزوری دی او دې چارې د هغوی اندېښنې ور زیاتې کړي دي.