یوه روسي محکمې اوکراینی پاولو هرایب په شپږ کاله بند محکوم کړ

ارشیف

د روسیې یو محکمې شل کلن اوکراینی پاولو هرایب د «ترهګرۍ د تبلیغ» په تورونو په شپږ کاله بند محکوم کړ. پاولو دا تورونه رد کړي دي.

د پنجشنبې په ورځ چې کله روستوف -ان- ډان ښار کې د شمالي قفقاز لپاره سیمه ییزې محکمې د هرایب په اړه د بند دا حکم واوروه، نوموړي یو ځل بیا پر خپلې بې ګناهۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دې حکم په وړاندې به د لوږې اعتصاب پیل کړي.

هرایب د ۲۰۱۷ میلادي کال په اګسټ کې وروسته له هغې نادرکه شو چې بېلاروس ته یې د هغې ښځې سره د لیدنې لپاره سفر وکړ چې انلاین ورسره بلد شوی و.

وروسته څرګنده شوه چې نوموړی په ترهګرۍ کې د لاس لرلو په شک په روسیه کې په توقیف کې دی.

د نوموړي خپلوان باور لري چې پاولو هرایب د روسیې د فډرالي امنیت د ادارې په دام کې ګېر شوی.

روسي څېړونکې پر دې اوکرایني تور پورې کوي چې د انټرنیټ له لارې یې د روسي په سوچي ښار کې یوه نجلۍ د چاودیدونکو موادو په وسیله تروریستي بریدونو ته هڅولې ده.

خو د نوموړي پلار وايي، د ده د زوی پرضد دا دوسیه د نوموړي د هغو انلاین پوسټونو غچ دی چې هغه په‌کې په ښکاره په اوکراین د روسیې پر مداخلې انتقادونه کول.