جان بولټون د رابرټو ماریرو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې

په ونزوئلا کې د حکومتي مامورینو له‌خوا د اپوزیسون د مشر خوان ګواېدو یو نژدې همکار نیول شوی دی.

د امریکا متحدو ایالتونو خبرداری ورکړی چې دا ګام «به بې ځوابه پاتې نه‌شي.»

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ امنیتي سلاکار جان بولټون د رابرټو ماریرو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

بولټون پر خپل ټویټر ویلي:

"ماډورو بله لویه تېروتنه وکړه چې بې ځوابه به پاتې نه‌شي."

خوان ګواېدو د جنورۍ په میاشت خپل ځان د ونزوئلا مشر اعلان کړ او د۲۰۱۸ میلادي کال هغه انتخابات یې چل ول وباله چې ماډورو په کې بیا د ولسمشر په توګه ټاکل شوی و.

د امریکا متحده ایالاتونه او لسګونو لویدیځو هېوادونه خوان ګواېدو د ونزویلا د مشروع مشر په توګه په رسمیت پیژني.

خو ولسمشر نیکولاس ماډورو ګوایدو د امریکا ګوډاګی بولي.

نوموړي ویلي ګواېدو باید عدالت ته راښکل شي، خو په څرګنده یې د نوموړي د هغه نیولو امر نه‌دی کړی.

لوړ پوړو امریکايي چارواکو پرله‌پسې ماډورو ته خبرداری ورکړی دی چې ګواېدو او د هغې د نژدې ملګرو سره دې کار نه‌لري.

روسیه، چین ایران، ترکیه او یو شمېر نور هېوادونه بیا په ونزوئلا کې د نیکولاس ماډرو ملاتړ کوي.