ناټو: دوه امریکايي سرتیري په افغانستان کې وژل شوي

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت وايي، دوه امریکايي سرتیري یې د جمعې په ورځ د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

نن سهار د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې په‌دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي او د وژل شویو سرتېرو د نومونو یادونه هم نه‌ده شوې.

سره له دې چې افغان طالبانو له امریکايي چارواکو سره د سولې خبرې پیل کړي، خو په افغانستان کې دننه تاوتریخوالی دوام لري.

د دواړو لورو ترمنځ څو ورځې مخکې د سولې وروستۍ پړاو خبرې د کوم توافق پرته پای ته ورسېدې، خو دواړو لورو وویل چې پرمختګونه په‌کې شوي دي.

په افغانستان کې د دې دوو امریکايي سرتېرو په وژل کېدو د ۲۰۱۹ میلادي کال په تېرو څو میاشتو کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۴ تنو ته ورسېده او د ۲۰۱۵ میلادي کال راهېسې په افغانستان کې د وژل شویو سرتېرو شمېر له دې سره ۶۵ کسانو ته رسیدلی دی.

د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت تر مشرۍ لاندې دا مهال افغانستان کې ۱۷۰۰۰ بهرني سرتیري میشت دي چې تر نیمايي زیات یې امریکایان دي.