په هلمند کې لا هم ۲۷۴ ښوونځۍ ودانۍ نه‌لري

ارشیف، په هلمند کې یو ښوونځی

په هلمند ولایت کې د معارف د هلو ځلو سره- سره ۲۷۴ ښوونځۍ ودانۍ نه‌لري.

که څه هم په‌دې وروستیو کې د تړلو ښوونځیو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی، خو د مرکز لښکرګاه ترڅنګ په لېرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې ښوونځۍ ودانۍ نه لري او زرګونه زده‌کوونکي تر شنه اسمان لاندې یا په خیمو کې درسونه وايي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د هېواد په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال پیلېږي.

د هلمند چارواکو د نوي کال له پاره د پوهنې په برخه کې تازه ژمنې کړي چې نور حال يې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

هلمند راپور