خلیل‌زاد: نوی کال به افغانستان ته د پخلاینې او سوکالۍ پیغام راوړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې له پایته رسولو سره مرسته د امریکا تر ټولو مهم لومړیتوب دی.

ښاغلي خلیل‌زاد پرون مازیګر د نوروز په مناسبت پر ټویټر په یوه پیغام کې افغانانو ته د نوي کال د مبارکۍ ترڅنګ همدا راز لیکلي، دی هیله من دی چې نوی کال به افغانستان ته د سولې، پخلاینې او سوکالۍ پیغام راوړي.

د امریکا د بهرنیو چار وزارت له دې مخکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې ښاغلی خلیل‌زاد به د پنجشنبې او جمعې په ورځو، د وري- حمل په لومړۍ او دوهمه د افغانستان لپاره د روسیې، چین او اروپايي ټولنې له ځانګړو استازو سره د افغانستان د سولې له بهیره د نړیوال ملاتړ په اړه په واشنګټن کې خبرې وکړي.