ولسمشر اشرف غني وايي چې په افغانستان کې دوامداره سوله د اقتصادي پلانونو له عملي کېدو پرته نهشي ټینګېدای.
ښاغلي غني پرون په مزارشریف کې د نوي کال د پیل په مراسمو کې له ګډون وروسته د کود او برق فابریکې د پرانېستو پرمهال په خپلو څرګندونو کې پهدې اړه وویل:
"د سولې د پروګرام تطبیق د بیوزلۍ له منځه وړلو او په ټولنه کې د هغو لسګونه زره کسانو له جذبولو پرته امکان نهلري چې له ټوپک او بارودو سره عادت شوي دي."
ولسمشرغني ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې راتلونکې د هېواد له اقتصادي پرمختګ سره تړلې ده او زیاته یې کړه، دولت د کورنۍ پانګونې د هڅونې لپاره له خصوصي سکتور سره هر راز مرستې ته چمتو دی.
افغان ولسمشر وویل دی هیله من دی چې مزارشریف ته د ده د بل سفر هدف به د مزار- شانګهای د دهلیز پرانېستل وي او د افغانستان تجارتي مالونه به له همدې لارې چین ته صادرېږي.