د «برګزیټ» د عملي کېدو لپاره بریتانیا ته نور وخت ورکول کېږي

د اروپايي هېوادونو مشرانو له دې ټولنې څخه د بریتانيا د وتلو د معاملې یا «برګزیټ» د عملي کېدو لپاره د نور وخت په ورکولو موافقه کړې ده.

د پنجشنبې د ورځې دې موافقې له اروپايي ټولنې څخه په غیرمنظم ډول د بریتانيا د وتلو خطر چې ښايي اقتصادي بې ثباتي پورته کړي، ځنډولی دی.

د مخکیني توافق له مخې «بریګزیټ» یا د بریتانيا د وتلو پلان باید د روانې مارچ په ۲۹مه نېټه عملي شوی وای، خو د پرونۍ موافقې پر اساس له اروپايي ټولنې څخه په رسمي ډول د بریتانيا د وتلو چارې به د راتلونکي مې میاشت په ۲۲مه نېټه کېږي.

د اروپايي مشرانو دا موافقه په هغې صورت کې عملي کېدی شي چې د بریتانيا پارلمان را روانه له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو نهايي پلان تصویب کړي.

که د بریتانيا پارلمان د اروپايي ټولنې د پنجشنبې د ورځې موافقه رد کړه، نو له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيا وتل به د راروانې اپریل میاشت پر ۱۲مه نېټه عملي کېږي.