په کابل کې د نوي لمریزکال په لومړۍ ورځ پرلهپسې چاودنو د ډیفنس پُسټ خپرونې پام ور اړولی دی.
د سخي زیارت شاوخوا دغو چاودنو شپږ کسان وژلي او تر شلو زیات نور یې ټپيان کړي.
ډیفنس پُسټ لیکي:
دقیقاً یو کال مخکې هم په همدې ورځ سخي زیارت ته نږدې په یوه چاودنه کې چې د داعش خراسان ډلې یې مسؤلیت ومانه ۳۳ کسان وژل شوي وو.
د خپرونې په لیکنه دا ډله په منظمه توګه شیعهګان تر برید لاندې نیسي او هدفیې په افغانستان کې فرقهیي شخړو ته لمن وهل دي.
ډیفنس پُسټ لیکي:
د داعش ډلې د خراسان څانګې د ۲۰۱۶ میلادي کال په اکتوبر کې هم د عاشورا د مراسمو په لمانځونکو برید وکړ او ۱۸ کسان یې ووژل.
نیویارک ټایمز پهدې عنوان یوه مقاله لیکلي چې: ورکو ګلانو او کړکېچن سیاست سږنی نوروز اغېزمن کړی و.
ورځپاڼې لیکلي په مزارشریف ښار کې سږکال د نوروز د جشن پرمهال دوه شیان نه لیدل کېدل:
- لومړی د غاټولو هغه جوش چې شاوخوا دښتې به یې پوښلې وې.
- او دوهم د سیمهییز واکمن پخواني والي عطامحمدنور حضور.
افغان ولسمشر اشرف غني تېرکال عطا محمدنور له ولایته لېرې کړ چې تر یو لړ لانجو وروسته یې دا پرېکړه ومنله.
ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ د نوروز جشن د لمانځلو او په جنډه بالا مراسمو کې د ګډون لپاره بلخ ته تللی و.
د نیویارک ټایمز په لیکنه د ولسمشر غني هغه پرېکړه چې عطا محمدنور ته وفادار امنیه قوماندان یې لېرې او پر ځای یې بل کس غوره کړ د سږ کال نوروزي جشن لا تر سیوري لاندې راوستی و.
پخواني والي ښاغلي نور ته نږدې کسانو د نوي قوماندان د ورتګ مخه نیوله او په نښتو کې یو پولیس ووژل شو او څه باندې شل کسان چې اکثر یې ملکیان و ټپیان شول.
نیویارک ټایمز لیکي:
افغان پوځیان په سړکونو ولاړ و، روضې ته یې په تلونکي سړک موټر نه پرېښودل او خلک یې تلاشي کول.
ښاغلي نور چې د بلخ د امنیه قوماندان په بدلېدو ناخوښ و د اقدام ګواښ یې کړی و خو د نیویارک ټایمز په لیکنه له افغان سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد سره تر لیدنې وروسته هغه ومنله چې لږ تر لږه د نوروز تر تېرېدو به ارام وي.
صفيالله ستانکزی