دفاع وزارت: د مخالفینو پرضد جګړه کې په ۷ مهمو برخو کې بدلونونه راولو

آرشیف، افغان سرتیري د عملیاتو پرمهال

د افغانستان دفاع وزارت په نوي کال کې د وسله‌والو مخالفینو پرضد په جګړه کې د لویو بدلونونو د پلان خبر ورکوي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په نوي ۱۳۹۸کال کې په اوو مهمو برخو کې بدلونونه په پام کې لري، څو د وسله‌والو مخالفینو پرضد د جګړې په ډګر کې اغېزمن نتایج ترلاسه کړي.

د دفاع وزارت ویاند قیس منګل پرون د وري یا حمل په لومړۍ نېټه له ازادي راډیو سره په خبرو کې هغه موارد یاد کړل چې دفاع وزارت وايي، مهم بدلونونه به په‌کې راولي.

ښاغلي منګل وویل چې د دې بدلونونو په نتیجه کې به:

  • پوځي عملیات له دفاع څخه تعرض ته ځي.
  • د جګړې په قومانده کې به بدلون راځي.
  • د فساد پرضد به کلکه مبارزه کېږي.
  • په تکتیکي برخه کې به یوه واحده قومانده رامنځته کېږي.
  • د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال د ملکي تلفاتو د کمولو هڅه به کېږي.
  • د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو امنیت به نیول کېږي.
  • او د افغان سرتېرو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره پلانونه به عملي کېږي.

د پوځي عملیاتو په تېره په هوايي حملو کې ملکي تلفات په ۱۳۹۷ کال کې د خورا زیاتې اندیښنې وړ مسئله وه.

د دفاع وزارت ویاند ښاغلي منګل وویل چې وسله‌وال مخالفین تل له ملکي وګړو د انساني سپر په توګه کار اخلي، خو هغه زیاته کړه چې په ۱۳۹۸ کال کې به د تعرضي عملیاتو په زیاتولو سره د ملکي تلفاتو پېښې هم راکمې شي.

د افغانستان د دفاع وزارت ودانۍ

ښاغلي منګل زیاته کړه:

"موږ به له دفاعي حالته تعرضي حالت ته ځو. تعرضي حالت داسې چې د دښمن مورچې به پیدا کوو. د هغوی اهداف به پیدا کوو، د دوی ګروپي اهداف چې له هغه ځایه خپل پلانونه جوړوي. موږ به پر دوی تعرض کوو. په‌دې تعرض کې به دښمن ته اجازه نه ورکول کېږي چې راشي له ملکي وګړو او د هغوی له کورونو د سپر په توګه کار واخلي."

د افغانستان دفاع وزارت په مهمو برخو کې د لویو بدلونونو خبر په‌داسې حال کې ورکوي چې د هېواد د امنیتي- دفاعي ځواکونو او وسله‌والو مخالفینو ترمنځ د جګړو نوی فصل په پیلیدو دی.

هرکال د نوي هجري لمریز کال له پیلېدو سره سم د افغانستان خلک په تېره هغوی چې په ناامنه سیمو کې مېشت دي د جګړو له پیله اندېښمن وي.

ملګرو ملتونو او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په تېرو څو کلونو کې په خپلو راپورونو کې ویلي چې تر ټولو زیات ملکي وګړي د وسله‌وال طالبانو او داعش ډلې په حملو کې او په دوهم ګام کې د افغان امنیتي دفاعي ځواکونه په عملیاتو کې مړه او ټپیان کېږي خو وسله‌والو طالبانو دا ادعاوې په پرله‌پسې ډول رد کړې دي.