د قزاقستان پولیسو په استانه کې شاوخوا ۲۰ مظاهره چیان ونیول

د قزاقستان پولیسو په استانه کې شاوخوا شل مظاهره چیان چې د پخواني ولسمشر نورسلطان نظربایف په نوم د دې هېواد د پلازمېنې د نومولو لپاره د حکومت د پرېکړې پر وړاندې اعتراض ته راوتلي وو، نیولي دي.

اعتراض کوونکي پرون د وري په لومړۍ نېټه د پلازمېنې- استانې د ښاروالۍ مخې ته د اعتراض لپاره راټول شوي وو، خو مخکې له دې چې پولیس یې توقیف کړي، د هغو کسانو له مقابلې سره هم مخامخ شول چې په نور سلطان د ښار د نوم بدلول غواړي.

د استانې نوم تر ۱۹۶۱ میلادي کال پورې اکمولینسک و، په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د پخواني شوروي له پرځېدو وروسته په اقمولا «Aqmola» بدل شو او په ۱۹۹۷ میلادي کال کې چې پلازمېنه له الماتي څخه اقمولا ته لېږدېده نو نوم یې یوځل بیا استانه شو.

نظربایوف له ۳۰ کلنې واکمنۍ وروسته د مارچ په ۱۹ نېټه ناڅاپه له دندې استعفا وکړه، خو نوموړی به د ژوند ترپایه د قزاقستان د ملي امنیت د شورا او واکمن ګوند مشر پاتې شي.

د نظربایوف له استعفا وروسته قاسم جومارت توقایف «Qasym-Zhomart Toqaev» د مؤقت ولسمشر په توګه لوړه وکړه. توقایف به د ۲۰۲۰ میلادي کال په اپریل کې د انتخاباتو تر وخته پر دې دنده کار وکړي.