په مزارشریف کې د نوروز د جشن او د حضرت علي د جنډې د پورته کولو مراسم پیل شوي دي.
افغان ولسمشر اشرف غني چې پهدې مراسمو کې ګډون کړی اوس د خلکو یوې لویې غونډې ته وینا کوي.
په مزارشریف د نوروز جشن او د ګل سرخ میله د حضرت علي پر مزارد جنډې په پورته کولو سره پیلیږي.
د ازادي راډیو خبریال وایي چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه په زرګونو کسان پهدې مراسمو کې د ګډون لپاره مزارشریف ته ورغلي او د بلخ امنیتي چارواکو هم د دغو مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.