په پاکستان کې یوې تروریستي ضد محکمې دوه تنه په عمر قید محکوم کړل

مشال خان

په پاکستان کې یوې تروریستي ضد محکمې دوه تنه پهدې خاطر چې د پوهنتون یو محصل یې بدنامه کړی وه، په عمر قید محکوم کړل.

په مردان کې د خان عبد ولي خان پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځي ۲۳ کلن محصل مشال خان د ۲۰۱۷ د اپریل په ۱۳ مه په پوهنتون کې د یو شمېر خلکو له لوري ووژل شو.

پر ده تهمت شوی و چې په ټولنیزو رسنیو کې یې کفري مطالب لیکلي دي.

د مشال خان پر وژل کېدو مدني ټولنې او د بشري حقونو د دفاع فعالانو اعتراضونه وکړل او حکومت یې مجبوره کړ چې په حمله کې په لاس لرلو تورن کسان ونیسي.